دخارجی قواو په موجودیت کی هیڅ کله هم سوله را تلای نه شي
رحمت اله روان رحمت اله روان

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن د،این بی،سی دتلویزیون سره دخپلو ځرګندونو په طرڅ کی وړمه ورځ ویلي دي ، چې د راتلونکي کال له دوبي به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو پلان يوازې په دې هیواد کې د آمریکایی فوځونو کمول نه وي بلکې امريکا به د ۲۰۱۴ تر پايه ټول ځواکونه وباسي،دبایډن دغه ځرګندونی دآمریکایی چارواکو له هغو خبرو سره په تضاد کی دي چی مخکی یی ویلی ول چی امریکا او ناټو به له ۲۰۱۴ کاله وروسته هم په افغانستان کی حضور ولري..
د اوباما حکومت په ځلونو ويلي، چې د ۲۰۱۱ کال جولای به له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو د پيل نیټه  وي خو په افغانستان کې به د امريکايي عسکرو شمیر ډېر له دې سره اړه ولري، چې د افغانستان پوځي وضعيت څرنګه دي، و لی د امریکا مرستيال ولسمشر جوبايډن اين بي سي تلويزيون ته وويل مونږ په ۲۰۱۱ کال کی په جولای کی دځواکونو په ایستلو پیل کوو او غواړو چی د۲۰۱۴ تر پايه پوري ټول ځواکونه وباسو.
دآمریکایی لوړ رتبه چارواکو داډول ضد نقیض ځرګندونی نسبت دافغانستان ته تر ډیره حده خپله دآمریکا په ضرر تما میږي په نتچه کی هلته په امریکا کی عام خلګ دخپل حکومت په پالیسي باندی بی اعتماد کیږي او هم په جهانی سطح دآمریکا فعلي متحدین دآمریکا ددی ګډ وډ سیاست پربنیاد خپل باور دلاسه ور کوي.تر کومه ځای چی دا ضد نقیض ځرګندونی په افغانان باندی ځه تاثیر لري په دی هکله ډیرو هیواد دوستو افغانانو لامخکی په ځلونو ویلي دی چی دخارجی قواو په موجودیت کی سوله افغانستان ته را تلای نه شي او دټولو افغانانو دیووالی او اتحاد په صورت کی هرځه چی ژر امکان لری باید خارجی قواو له افغانستان ځخه ووځي.
په دی باب د اسوشیتيد پريس خبري اژانس وايي، هره پرېکړه چې په ۲۰۱۴کال کیږي ښايي له ډېرو عواملو سره ارتباط ولري لکه دا چې په ۲۰۱۲ کې د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې څوک بريالي کیږي، نو اوس چې لا ۲۰۱۰ دي دا ډول پرېکړې ښايي مخکې تر وخته وي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس داهم ویلي دی  چې د بایډن دا څرګندونې له هغو سره توپیر لري چې ولسمشراوباما کړې وې.اوباما تېره میاشت ویلي وو چې په افغانستان کې به د ۲۰۱۴ تر پایه د امریکايي پوځیانو شمېرکم کړای شي او له ۲۰۱۴ وروسته به هم له تروریزم سره د جګړې لپاره امریکايي پوځيان په افغانستان کې پاته شي

دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي چارواکی له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره یوه نیټه ښيي.طالبانو هم تل ویلي چې تر څو امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي له جګړې به لاس وانخلي.د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش غوښتنه لا ډیره مخکی کړې وه او خپل ځان دافغانستان په بیا جوړه ولو اواقتصادی وده کی په تمام معنا متحد بولي،دنوموړی حزب ورستنی اعلامیه چی دترکمستان ځخه ددګازو دنل لیکی دانتقال په باب صادره کړی ده د ټولو افغانانو لپاره دمنلو او تائید وړ ده او دګردو خواو ځخه په دی اړه دکمک او همکاری هیله لري

امریکا د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ بیا کتنه د تیرې اونۍ په وروستیو کې اعلان کړه، چې په کې په تیر یوه کال کې شوي پرمختګونه د پام وړ بلل شوي او په دې ټینګار شوی چې باید د تروریزم مرکزونه له منځه ولاړ شي،په دی باب دولسمشر کرزی ویاند وحید عمر ددوشنبی په مازیګر په کابل کی خبریالانو ته وویل چی افغان حکومت ددی استراتیژی په ټینګه ملا تړ کوي او غواړی ددی استراتیژی پر اساس دتروریزم ریښی په منطقه کی له منځه ولاړ شي،دنوموړی په خبره آمریکا او نړیواله ټولنه باید په افغانستان کی دسولی بهیر ځخه په رښتني توګه ملا تړ وکړي،په دی هیواد کی اقتصادی وده په پام کی ونیسی او دغه راز افغانی ځواکونه له هره پلوه  ښه سمبال او پیاوړي کړي.
"
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کموالی، د حکومت تر څنګ د موازي ارګانونو لری کول، اقتصادي او بیارغونې کارونو ته ډیره پاملرنه او دغه راز د سولې او ثبات د ښه ټینګښت لپاره د افغان ځواکونه ښه تجهیز او پیاوړي کول زموږ له مهمو غوښتونو څخه دي چې باید په اړه یي اقدام وشي
د ولسمشر کرزي ویاند وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې په راتلونکې میلادي کال کې د امنیت ساتلو مسوولیت ومني او دا پروسه په څلورو کلونو کې بشپړه شي خو ده وویل، چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کاله پورې باید افغان ځواکونه له هره پلوه ښه سمبال او پیاوړي شي
وحید عمرد امریکا د مرستیال ولسمشر جوبايډن وروستیو څرګندونو ته په اشاره وویل، چې دوي ډاډه دي چې بهرني ځواکونه به تر هغه وخته په افغانستان کې پاتي شي چې په دې هېواد کې ورته اړتیا شته
ده دغه رازغوښتنه وکړه، چې په ولایتونو کې د ولایتي بیارغونې ټیمونه باید یوازې د سیمه ایزو ځواکونو ملاتړي وي
(
د افغانستان په ولایتونو کې باید پي ارټي ګانې حمایوي نقش واخلي ورو ورو او د افغانستان محلي ارګانونه دې دیته پریږدي چې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي)
د لیزبن په غونډه کې پریکړه شوې، چې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو لړۍ باید په راتلونکې میلادي کال کې پیل او دا کار تر دوه زره څوارلسم میلادي کاله پورې بشپړ شي، خو د افغانستان د دفاع وزارت لا له مخکې ویلي چې د دې کار لپاره باید افغان ځواکونه لکه څنګه چې اړتیا وي د نړېوالې ټولنې له خوا سمبال شي
په عین حال کې امریکا، ناټو او له افغانستان سره نورو مرسته کوونکو هېوادونو ډاډ ښودلې چې افغانستان به یوازې پرې نږدي او د دې هېواد امنیتي ځواکونه به د شمېراو وسایلو له پلوه خود کفا یا پرځان بسیا کړي.پاي


December 21st, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات